په افغانستان کې دودیزه غیږنیونه (پهلواني) نه یوازې یو پخوانی ورزش دی، بلکې د بدن د ځواک، چټکتیا او فزیکي وړتیا لوړولو لپاره غوره لار ده چې ځوانانو ته د صبر او عالي اخلاقو درس هم ورکوي.